د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ابراهیم عابد د سپکاوي عاملینو ته مجازات غواړي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه کوي چې د هېواد د يوه وتلي ممثل سپکاوی یې کړی.

د افغانستان نوموتي ممثل ابراهیم عابد ته منسوب ویډیو په دې ورستیو کې په ټولینزه میډيا کې په يوې ګرمې موضوع بدله شوې ده.

دغه ویډیو چې د شپې په تیاره کې په ګرځنده مبایل ثبت شوې، په کې ابراهیم عابد او په پلنګي لباس ملبس يو شمېر کسان لېدل کېږي چې په توهین امیز ډول ادعا کوي چې ښاغلی عابد الکولي مشروبات څښلي دي.

په دغه يوه نیم دقیقه يي ويډیو کې يو کس نارې وهي چې د دغې ویډیو ثبتول د دوی يوه لاسته راوړنه ده او له ابراهیم عابد نه د خبرو غوښتنه کوي، خو عابد څه نه وايي.

د ویډیو په وروستۍ برخه کې دوه تنه نور دغه کړنه ناسمه بولي او د ویډیو د ثبت د ودرېدو غوښتنه کوي.

ابراهیم عابد د دغې ویډیو له خپرېدو وروسته په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې دغه ويډیو د پخوانیو کلونو ده.

افغان ممثل ابراهیم عابد د تمثیل په حال کې
افغان ممثل ابراهیم عابد د تمثیل په حال کې

د ده په خبره، څو کاله وړاندې يو شمېر کسانو په پغمان ولسوالۍ کې د يوې مېلمستیا پرمهال د ده په خوړو کې نشه يي مواد ګډ کړي وو او بیا يې ترې دغه ویډیو اخېستې وه.

ښاغلي عابد د سې شنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې د يوه ويډیويي پيغام له لارې وویل چې په ټولنیزه میډيا کې خپره شوې ویډیو د نوموړي د اصلي شخصیت ښودنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"کومه ویډیو چې په دې ورځو کې خپره شوې، زما لپاره ډېره ځوروونکې ده، که دغه ویډیو تاسو نا ارامه کړي ياست، زه متاثر یم، دغه ویډیو د پخوانیو کلونو ده او زما د واقعي شخصیت ښودنه نه کوي، دغه ویډیو زما د کار مخه نشي نیولی او ژمنه کوم چې د پخوا په شان به په پوره ژمنتیا او پاکۍ سره خپل کار ته دوام ورکړم."

ابراهیم له تېرو څو کلونو راهیسې د طلوع په نوم د يوه خصوصي ټلویزیون په يوه انتقادي او طنزي خپرونه «شبکه خنده» کې د ممثل په توګه کار کوي.

عابد په دغه ټلویزیوني خپرونه کې زیاتره وخت د يو شمېر دولتي او سیاسي څېرو په بڼه ظاهرېږي چې تر ډېره انتقادي وي.

قتل، وهل ټکول او له سپکاوي ډک عمل هغه موارد دي چې له دې وړاندې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ورسره لاس او ګریوان دي.

خو ظاهراً د دې ويډيو خپرېدل چې په کې يو شمېر کسان د يوه افغان ممثل سره له سپکاوي ډک عمل کوي، بې مخینې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال سید اقا فاضل سانچارکي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې ویډیو د ثبت عاملین باید مجازات شي.

سیداقا فاضل سانچارکي
سیداقا فاضل سانچارکي

نوموړي وویل:

"د دې قضیې د جدي څېړلو او ابعادو د روښانتیا غوښتونکي یوو، کله چې قضیه روښانه شي، کوم کسان چې د دې پېښې سبب شوي، باید تر څېړنو لاندې ونیول او مجازات شي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د يادې ویډیو د څېړلو لپاره کشفي بنسټونو او د پغمان ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته لازم هدایات ورکړل شوي دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا «نی» هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغو کسانو د مجازاتو غوښتنه کړې چې ياده ویډیو يې ثبت او نشر کړې ده.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG