په ایران کې د فردوسي په نوم د شطرنج په اتم پړاو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي حبیب الله امیني او فیض احمد هاشمي ښه ځلېدلي دي.
د افغانستان د شطرنج فدراسیون يو تن مسؤل عبدالخالق ويس نن ازادي راډیو ته وویل چې د شطرنج په دغو سیالیو کې چې د ایران په مشهد ښار کې دوام لري، ښاغلي امیني په پنځو سیالیو کې څلور او ښاغلي هاشمي بیا درې سیالۍ ګټلي دي.
په دغو سیالیو کې ۱۲ افغان لوبغاړو ګډون کړی.
دغه سیالۍ د ۳۵ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د حوت میاشتې په ۱۱ نېټه پېل شوي چې د همدې میاشتې په ۱۸ نېټه به پای ته ورسېږي.