د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۴۸

ارګ: د سولې په اړه ځینې وړاندیزونه د افرادو شخصي نظرونه دي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، وسله والو طالبانو ته حکومت د سولې پراخ وړاندیزونه کړي او که پرهغوی سربېره یوشمېر سیاستوال یا سیاسي کړۍ نور وړاندیزونه مطرح کوي هغه د افرادو شخصي نظردی.

نیویارک ټایمزورځپاڼې په وروستۍ یوه ګڼه کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په حواله ویلي چې هغه له طالبانو سره د سولې د هڅو په ترڅ کې ولسمشر غني ته د یو شمېر وړاندیزونو ترڅنګ طالبانو ته په افغانستان کې د امن سیمو یا د سولې په نوم د ولایتونو وړاندیز کړی، خو د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي نن آزادي راډیو ته وویل چې دا د افرادو شخصي نظردی:

"دغه موضوعات د یوشمېر سیاسي شخصیتونو خپل نظریات دي، خو هغه چې په حکومت پورې اړه لري، دا هغه موضوع وه چې موږ د کابل په کنفرانس کې اعلان کړه."

خو د ګلبدین حکمتیار د ګوند یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره ښاغلي حکتمیار دغه وړاندیزونه د کابل د پروسې له غونډې مخکې کړې وو او هغه نوي نه دي.

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د نویو وړاندیزونو په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

XS
SM
MD
LG