د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۰

چارواکي په خوست کې د یوه موټربم چاودنې د مخنیوي خبر ورکوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په خوست کې د یوه موټربم چاودنې د مخنیوي خبر ورکوي.

د دې وزارت له خوا نن سې شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پولیسو نن سهار وختي یو هاموې موټر چې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي مواد پکې ځای پرځای شوي او ترهګرو غوښتل هغه د دې ولایت په مربوطاتو کې والوځوي، د اسمعیل خېلو ولسوالۍ په زني خیل کلي کې په نښه او هغه یې شنډ کړ.

XS
SM
MD
LG