د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

سبا سې شنبه افغان کرکټ لوبډله له زېمبابوې سره د سیالۍ ډګر ته وځي


ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو په دوهمه لوبه کې د کوربه زېمبابوې په وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

افغان لوبډلې تېره ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې له سکاټلنډ څخه د ۷ وېکټو په توپير، ماته وخوړه، خو زېمبابوې بیا په خپله لومړۍ لوبه کې نیپال ته په ۱۱۶ منډو ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د نړیوال جام غوراوي پړاو له سیالیو وړاندې، په متحده عربي اماراتو کې زېمبابوې ته د دوو ۲۰ اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو په سیریز کې ماته ورکړه.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ تېره ورځ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په زېمبابوې کې پېل شوې چې له ډلې به‌یې دوه لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG