د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

د اسکار جایزې د امریکا په لاس انجلس کې پر بریالیو هنرمندانو ووېشل شوې


د اسکار د ۹۰م کال جایزې تېره شپه د امریکا په لاس انجلس کې پر بریالیو هنرمندانو ووېشل شوې.

«د اوبو بڼه» یوازنی فلم و چې سږ کال‌یې د اسکار د ۹۰م کال د جایزو د وېش په مراسمو کې د غوره تصویر او غوره ډایرکتر په ګډون، تر ټولو زیاتې جایزې وګټلې.

دا فلم چې «ګویلِیرمو دیل تورو» جوړ کړی او ۴ جایزې یې وګټلې، د یوې ګونګۍ ښځې کیسه ده چې په یوه دولتي لابراتوار کې صفاکاره ده او د کار پر مهال پر یوه ماهي ډوله مرموز او عجیب‌الخلقه موجود میینېږي.

دیل تورو د سټېج پر سر د وینا پر مهال خپله جایزه په ټوله نړۍ کې ځوانو فلم جوړوونکو ته ډالۍ کړه او زیاته‌یې کړه:

"زه ډېر ډېر ویاړم، زه غواړم خپله جایزه هر ځوان فلم جوړوونکي ته ډالۍ کړم، دا ځوانان راښيي چې کارونه څنګه کېدای شي، دوی د نړۍ په هر هېواد کې شته، زه په ماشومتوب کې د فلمونو مینه‌وال وم، په مکسیکو کې لویېدم او فکر مې کاوه چې دا جایزه ښايي هېڅکله ونه‌ګټم، خو داسې وشول."

د «ډَنکِرک» په نوم فلم چې په ۱۹۴۰ میلادي کال کې په دوهمه نړیواله جګړه کې د بریتانیا د حکومت له‌خوا د متحدو هېوادونو د کلابندو سرتېرو د ژغورنې کیسه ده، درې جایزې وګټلې.

د غوره نارینه لوبغاړي جایزه د «ډېر تیاره ساعت» په فلم کې د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د بریتانیا د مشر وینسټن چرچیل د رول لوبولو په خاطر ۵۹ کلن ګاري اولډمن ته او د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه فرانسس مک ډورماند ته ورکړل شوې.

«ایبینګ میسوري ته نږدې درې بېلبورډونه» د هغه فلم نوم دی چې مېرمن مک ډورماند په‌کې اصلي رول لوبولی و.

د «کوکو» په نوم انیمېشن کارتون فلم په دوو کټګوریو کې جایزې وګټلې، د بهرنۍ ژبې د غوره فلم جایزه د فوق‌العاده ښځې په نوم د چیلي هېواد یوه فلم ته ورکړل شوه او جوردان پیلې لومړنی تور پوستی لیکوال شو چې د «ګِټ اوټ» فلم لپاره د خپلې لومړۍ سناریو په خاطر یې د اسکار د غوره سکرین پلې جایزه وګټله.

XS
SM
MD
LG