د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۴۶

مسؤلین: له ایران سره د شیخ فراهي بندر او سړک جوړولو چارې پیل شوي


د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له ایران سره د شیخ فراهي بندر او د شااوخوا ۱۴۰ کېلو متره سړک جوړولو چارې پیل شوې دي.

د یادې خونې رئیس عسکر نورزي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دا بندر د بندر عباس او چابهار بندر نه چې نیمروز او د هرات اسلام قلعه سره وصلوي، شااوخوا ۱۰۰ کېلو متره نږدې دی.

ښاغلی نورزی وايي، جوړېدونکی بندر که څه هم وړوکی دی، خو دا چې واټن‌یې نږدې دی، د افغانستان په تېره بیا د فراه په سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ اغېز لرلای شي.

له ایران سره د نویو سوداګریزو سهولتونو او بېلابېلو لارو د جوړېدو خبره داسې وخت کېږي چې د افغانستان او بل ګاوندي هېواد پاکستان ترمنځ، د سوداګرۍ په کچه کې څو چنده کموالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG