د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۱۴

د هلمند چارواکي: پوځي عملیاتو د دولت ۴ مخالف وسله‌وال ووژل


په هلمند ولايت کې امنيتي چارواکي وايي، د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ۴ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

د ٢١٥ ميوند قول اردو په حواله دغه پوځي عمليات د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوي چې په نتيجه کې يې ١ تن وسله‌وال ټپي شوى دى.

دغې قول اردو په خپله نننۍ اعلاميه کې ويلي، د دوى مسلکي پوځيانو د ګرشک او نادعلي ولسواليو پر لارو ٢٥ کړۍ ډول ډول ماينونه هم کشف او منفجر کړي دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې یې په اړه تبصره نه‌ده کړې.

XS
SM
MD
LG