د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۳۱

د کرکټ افغان ملي لوبډله نن یکشنبه سکاټلنډ سره مخ کېږي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره د غوراوي په ټورنمنټ کې نن یکشنبه د سکاټلنډ له لوبډلې سره مخامخ کېږي.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د کرکټ نړیوالې شورا پر وېب پاڼې خپاره شوي، افغانستان د هانګ کانګ، نیپال، زېمبابوې او سکاټلنډ سره په «ب» ګروپ کې دی.

هالنډ، پاپوانیوګېني، متحده عربي امارات او ویسټ اینډيز په «الف» ګروپ کې دي.

په دې تورنمنټ کې د کرکټ لس لوبډلې برخه لري او وروستي درې ګټونکي ټیمونه به د سوپر شپږ په نوم سیالیو ته ووځي چې ګټونکی به یې په نړیوال جام کې د ګډون حق ترلاسه کړي.

د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۹ میلادي کال کېږي.

XS
SM
MD
LG