د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

د افغان ښځو او ماشومانو پر ژوند جوړ شوی کارتوني فلم اسکار جاېزې ته کاندید دی


د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر ژوند جوړ شوی کارتوني فلم«The Breadwinner» د اسکار جاېزې ته کاندید دی.

د اسکار رسمي وېپ پاڼه وايي، دا فلم مشهورې هنرمندې، انجلینا جولي په افغانستان کې د یوې ماشومې نجلۍ پر ژوند جوړ کړی چې د طالبانو د رژیم د واکمنۍ پر مهال چې پر ښځو سخت بندیزونه لګېدلي و، د هلکانو په جامه کې کار کوي.

دا فلم په امریکا، کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې نندارې ته وړاندې شوی خو په افغانستان کې ښايي کم شمېر خلکو لیدلی وي.

د دې کارتوني فلم په وړاندې ځینې نور ډېر په زړه پورې فلمونه لکه «The Boss Baby» او «Coco» هم د اسکار جایزې ته کاندید دي.

د اسکار جاېزې لپاره کاندیدان د جنورۍ په ۲۳مه اعلان شول.

د اسکار جاېزې د وېش مراسم به نن یک شنبه د امریکا د متحدو ایالاتو په کالفورنیا ایالت کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG