د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۸ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۵۷

د ارزګان والي: په ارزګان کې امنیتي مسؤلين دغلا لپاره یو موټی شوي


د ارزګان والي وايي، په دغه ولایت کې افغان پوځ هېڅ لاسته راوړنه نه لري او بې کفایته دي.

والي محمد شفیق اسدالله سعيد چې نن شنبه يې په یاد ولایت کې قومي مشرانو سره په یوه جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې، وویل چې دغلته د افغان پوځ په لیکو کې پراخ فساد شتون لري او خلکو ته يې هېڅ خدمت نه دی کړی.

نوموړي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به دغلته وسله وال طالبان وځپي او د خلکو امنیت به خوندي کړي.

محمد شفیق اسدالله سعيد
محمد شفیق اسدالله سعيد

ښاغلي سعید وویل:

"که حقیقت سره ووایو، په ارزګان ولایت کې امنیتي مسؤلین مطلق بې کفایته دي اوهېڅ يې هم نه دي کړي، زما یوه اوونۍ کېږي چې ارزګان ولایت ته راغلی یم او ماچې کوم حالات ولیدل، زما په نظر، مطلق بې کفایته دي. "

ښاغلی سعید ځکه دغلته امنیتي مسؤلین بې کفایته وبلل چې په خبره يې، دغلته امنیتي ارګانونه یوازې د چور او چپاو لپاره سره ملګري دي او نور خپل منځ کې هېڅ همغږي نه لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې قانون يې ترپښولاندې کړی او هېڅ درناوی ورته نه لري.

دی زیاتوي:

"زه دا منم چې د ارزګان امنیتي چارواکو د غلا لپاره سره لاس ورکړی او له قانون څخه سرغړونه کوي، دوی په خپل منځ کې هېڅ همغږي نه لري او مطلق بې کفایته دي، د ارزګان ولایت خلکو ته يې هېڅ کار هم نه دی کړی. "

له دې سره قومي مخور هم وايي، دغه ولایت لاهم د وسله والو طالبانو ترمحاصرې لاندې دی او افغان پوځيان یوازې تش په نوم عملیات کوي، خو له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې سیمې دې د وسله والوطالبانو له شتونه ورپاکې کړي.

د ارزګان مشران
د ارزګان مشران

دوی وویل:

"حاجې رحیم الله یم، د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین یوازې شپه او ورځ تېروي او خپل مسؤلیت په سمه توګه نه اداء کوي، تاسو وګورئ، ۲ کاله کې کېږي چې دوی د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي، خو وسله وال طالبان لاهم د ترینکوټ ښار په درې کیلومترۍ کې دي. "

"جلیل خان يم، زما کور له ترینکوټ ښاره ۱۰ کیلومتره هم نه دی لېري، خو دغه ۲ کاله کېږي چې وسله وال طالبانو پکې اطاق جوړ کړی دی او د مرچل په توګه ورڅخه کار اخلي، ولې زموږ امنیتي مسؤلین په خوب ویده دي؟"

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ولایتي شورا مسؤلینو ویلي وو چې د دغه ولایت شااوخوا ۹۰ سلنه خاروه لاهم د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.

ارزګان ولایت یو د افغانستان له هغو ناامنه ولایتونو دی چې له تېرو دوو کلنو راهیسې پکې د جګړې ډګر

تود دی او خلک يې هر ډول روغتيايي، پرمختیايي او دې ته ورته نورو کارونو څخه بې برخې دي.

راپور: شریف شرافت

XS
SM
MD
LG