د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۲۵

افغان لوبغاړی قیس احمد د ویسټ انډيز کربین پریمر لیګ ته واخیستل شو


د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ورو توپ اچوونکی قیس احمد د ویسټ انډيز کربین پریمر لیګ سیالیو ته واخیستل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه افغان لوبغاړی به د دغو سیالیو په شپږم پړاو کې د «اېس ټي لوشیا سټار» لوبډلې سره ولوبېږي.

د دغو سیالیو په تېر پړاو کې راشد خان د امازون ګیانا لوبډلې لپاره لوبېدلی و چې په هټریک يا پرله پسې درېیو وایکټو اخيستلو هم بریالی شوی و.

د ویسټ انډيز کربین پریمر لیګ شپږم پړاو سیالۍ چې شپږ لوبډلې په کې ګډون لري، د روان کال د اګست په اتمه نېټه پیلېږي.

XS
SM
MD
LG