د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

ولایتي شورا: په کندز کې یو شمېر خصوصي کلینیکونه له قانوني جواز پرته فعالیت کوي


د کندز ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې یوشمېر خصوصي روغیتايي مرکزونه د فعالیت قانوني جواز نه لري او فعالیت یې د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري وايي چې دوی د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو او د یوشمېر نورو اړوند ادارو له مشرانو سره په ګډه له یوشمېر روغتیايي مرکزونه څخه کتنه کړې او په دغې کتنه کې جوته شوې چې د یوشمېر روغتیايي مرکزونو ډاکټران او کارکوونکي بې تجربې او له تحصیلي بنسټونو څخه تازه فارغ شوي دي.

ښاغلي امیري زیاته کړه چې یوشمېر کسان چې تازه له خصوصي پوهنتونو څخه فارغ شوي دي او په خپل سر یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي، حال داچې د کار کولو قانوني جواز هم نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"کومه ګډه کتنه چې موږ له شخصي کلینیکونو څخه درلوده له ۸ کلینیکونو څخه موږ ۵ کلینیکونه مهرلاک کړل، ځکه دوی ویلي وو چې په ډېر لوړ معیار کار کوي، خو د دغو کلینیکونو فعالیت غیر معیاري وو، خو بدبختانه همغه مهرلاک شوي کلینیکونه بېرته خلاص شوي دي او فعالیت کوي."

په ورته وخت کې د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د خصوصي روغتونونو د باکیفیته خدماتو نه وړاندې کولو له کبله شکایت کوي او زیاتوي چې زیات شمېر خصوصي روغتونونه د بې اساسه تبلیغاتو په خپرولو سره عوام خلک غولوي.

کندز ښار
کندز ښار

د دې ولایت دووتنو اوسېدونکو عبدالجبار او اسدالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه خصوصي شفاخانې غیر معیاري شفاخانې دي او کارکوونکې هم په خپل بخش کې اسناد نه لري او جعلي اسنادونه یې جوړ کړي او مرض نشي تشخیصولی هسې پنډ پنډ دواګانې خلکو ته لیکي او د خلکو په حیات باندې لوبې کوي."

"موږ د عامې روغتیا ریاست څخه غواړو چې د دغو کلینیکونو له کار او فعالیت څخه کتنه وکړي او هغه کسان چې په غیر قانوني توګه روغتیايي فعالیت کوي د هغوی پر وړاندې دي جدې اقدام وکړي او د قانون منګلو ته دي وسپاري."

بل خوا د کندز د عامې روغتیا رئیس عبدالمتین عاطفي، د دې ولایت د اوسېدونکو د ستونزو په منلو سره وايي چې دوی په دې ولایت کې هغه شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونه تړلي دي چې له قانونې جواز پرته یې په دې ولایت کې فعالیت کاوه.

د ښاغلي عاطفي په وینا چې په نوموړي ولایت کې ۲۱ خصوصي روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي او له دې شمېر څخه ۸ خصوصي روغتونونه د فعالیت قانونې جواز نه لري او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې ډېر ژر د کارکولو قانوني جواز ترلاس کړي او پرته له هغه ورته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"یوازې ۸ خصوصي کلینیکونه په دې ولایت کې د فعالیت اجاز نه لري ځکه دوی خپل جواز او سندونه یې نه دې تکمیل کړي او د دوی سندونه تر کار لاندې دي او نور ټول خصوصي کلینیکونه د فعالیت قانونې جواز او اجازه لري."

په داسې حال کې د کندز اوسېدونکي د یوشمېر خصوصي روغتونونو له بې غورۍ او بې کیفیت روغتیايي خدماتو وړاندې کولو څخه شکایت کوي چې د خلکو په وینا، څو موده وړاندې په دغه ولایت کې یوه خصوصي روغتون په غیر قانوني توګه د جراحي څانګه فعاله کړې وه چې له کبله یې په یو ورځ کې د عملیاتو پرمهال دوې مېرمنې مړې شوې، خو دغه روغتون تراوسه نه دی تړل شوی او لاهم په دې ولایت کې فعالیت کوي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG