د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۳ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۱

په سلواکیا کې د اندرې کوچیاک د درناوي لپاره لاریون وشو


په سلواکیا کې پرون جمعه زرګونه کسانو د یوه ژورنالیست، اندرې کوچیاک د درناوي لپاره په لاریون کې ګډون وکړ.

اندرې کوچیاک او د هغه ملګرې، مارتینا کوشنیرووا تېره اوونۍ وويشتل شول.

پولیسو د هغوی مړي، د تېرې یکشنبې په ورځ، د سلواکیا د پلازمېنې، براتیسلاوا په ختيځ کې پیدا کړل.

د سلواکیا ولسمشر، اندرې کېساک هم پرون په براتیسلاواکې د خلکو په لاریون کې ګډون وکړ.

ژورنالیست اندرې کوچیاک په سلواکیا کې د تحقیقاتي رپوټونو ډېر پېژندل شوی و.

هغه په وروستیو کې، د سلواکیا په ختیځ کې د ایتالوي مافیايي ډلو پر فعالیت او له صدراعظم سره د هغوی د ارتباط په اړه پر یوه رپوټ کار کاوه.

په سلواکیا کې لاریون کونکو پرون د اندرې کوچیاک عکسونه، "مافیا زما له هېواده ووزه "او" زه په قهریم"شعارونه لېږدول.

XS
SM
MD
LG