د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۶

د افغان ځواکونو په ویاړ د فعالانو او ورزشي ټولنو د ځغاستې سیالۍ

د افغانستان د بېلابېلو مدني او ورزشي ټولنو له‌خوا د کب د نهمې نېټې یا د افغان امنیتي ځواکونو د ورځې په ویاړ د ځغاستې سیالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ چې لسګونه لوبغاړو په‌کې ګډون کړی وو نن پنجشنبه د کابل د دارالامان سیمه کې تر سره شوې.

لوبغاړو د اووه کېلو مترو په اندزه د ځغاستې، سایکل، موټرو او موټر سایکلونو په ځغلولو سره د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ اعلان وکړ.

د ځغاستو د دغو سیالیو جوړونکي وايي چې د دغو سیالیو لومړی، دوهم او درېیم مقام ته له ۱۰ زرو افغانیو نه تر درېیو زرو افغانیو پورې نغدې جایزې هم ورکړل شوې.

This item is part of
XS
SM
MD
LG