د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

د ۶ زونونو د کرکټ لوبې په ننګرهار، خوست او کونړ کې پیل شوې


د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د الکوزي احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ لوبې د شپږو زونونو د لوبډلو ترمنځ لوبې نن پنجشنبه په ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې پیل شوې.

دغه لوبې به شااوخوا دوه میاشتې دوام وکړي.

د افغانستان د کورني کرکټ مشر دولت احمدزی وايي، په دې لوبو کې نویو ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو ښه زمینه برابره شوې ده.

د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو په لومړۍ ورځ په ننګرهار کې د سپین‌غر او کابل، په خوست کې د بوست او مس عینک او په کونړ کې د بند امیر او امو زونونو د لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي.

XS
SM
MD
LG