د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د "م. م" د بشري حقونو له شورا بهر معترضین: د ایران د عدلیې وزیر دې ونیول شي


وروسته له هغه چې د ایران د عدلیې وزیر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې وینا وکړه، د غونډې بهر ځیني اعتراض کوونکي په ژنیو کې راټول شول.

د ایران د عدلیې وزیر سید علیرضا اوایي چې په‎خپله د اروپایي ټولنې له‎خوا د بشري حقونو په سرغړونه تورن دی، د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه ناوخته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې لوېدیځ قدرتونه تورن کړل چې د بشري حقونو څخه په خپله ګټه کار اخلي.

سید علیرضا اوایي
سید علیرضا اوایي

اوایي وویل:

"دغه کسان چې په خپله‌یې ځانونه د بشري حقونو اتلان جوړ کړي دي، د ګوتې په څنډلو په غیر عادلانه او پراخ ډول نور د بشري حقونو په سرغړونه تورنوي، په‎داسې حال کې چې د دوی د نفوس ډېره برخه په ځانګړي ډول تور پوستي، کډوال، بهرنیان او په‎خپله اصلي اتباع‌یې د دوی تر نظر لاندې په ناوړه ډول د بشري حقونو له سرغړونو ځورېږي."

په‎دې شورا کې د هغه حضور له‎دغه مقره دباندې اعتراضونه راپورته کړل چې له ۱۰۰ تر یو ۱۵۰ پورې اعتراض کوونکو د بیرغونو په رپولو سره شعارونه ورکول چې «اوایي دې ونیول شي».

دغو اعتراض کوونکو په یوه انتقادي حرکت سره له خپلو بوټانو یو هرم جوړ کړ چې ښیي په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د ښاغلي اوایي تر څار لاندې سیاسي بندیان په ډله‎ییزه توګه وژل شوي وو.

اوایي ښایي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کلنۍ شورا له شااوخوا ۱۰۰ وینا کوونکو څخه چې روانه اوونۍ دوام لري، یو له ډېرو جنجالي وینا کوونکو څخه وو.

مخکې تر دې چې د ایران د عدلیې وزیر وینا پای ته ورسوي، یو شمېر ډیپلوماتان په دې شورا کې د هغه د حضور په اعتراض له غونډې ووتل.

خو کله چې تر غونډې وروسته خبریالانو د هغه د انتقادونو په اړه پوښتنه ترې وکړه، اوایي له ځواب ورکولو ډډه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي

د روانې اوونۍ په سر کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پر دغې شورا انتقاد کړی و چې ولې یې دغه ایراني چارواکي ته په غونډه کې د ګډون اجازه ورکړې وه؟

اوایي په خپله وینا کې د امریکا په ملاتړ د عرب ائتلاف له‎خوا د یمن د محاصرې په اړه هم انتقاد وکړ، هغه‌یې د حوثي یاغیانو په وړاندې یوه ناوړه جګړه وبلله.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې څه باندې ۱۰ زره کسان په‎دې جګړو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG