د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا پنجشنبه له هالنډ سره لوبه کوي.
افغان ټیم په داسې حال کې سبا پنجشنبه له هالنډ سره مخ کېږي چې پرون سې شنبهیې وېسټ انډیز ته په یوه تمریني لوبه کې ماته ورکړه.
د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ لوبه د باران د اورښت له کبله، ۳۵ اورونو ته راکمه شوه چې افغان لوبډلې پهکې ۱۶۳ منډې وکړې.
د وېسټ انډیز ټول لوبغاړي په ۱۱۰ منډو وسوځېدل.
دولت ځدراڼ څلور وېکټې او راشد خان او شرفالدین دوه دوه وېکټې واخیستې.
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به د مارچ په څلورمه د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو لومړۍ رسمي لوبه له سکاټلنډ سره وکړي.