د ۲۰۱۸ میلادي کال د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنیو یا فرسټ کلاس سیالیو لپاره، افغان کرکټ بورډ د شپږو لوبډلو نوملړ اعلان کړ.
د افغان کرکټ بورډ ویاند شرفالدین شاکر نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا شپږ لوبډلې په سپین غر، بند امیر، امو، کابل، مس عینک او بُست زونونو پورې اړه لري چې ننيې نوملړ اعلان شو.
ښاغلی شاکر وايي، په دې لوبډلو کې د افغانستان الف، ۱۹ کلنو، ۱۶ کلنو او د کورني کرکټ له ۱۰۰ زیاتو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
راپورونه وايي چې یادې سیالۍ به د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شي چې لومړۍ لوبه به په غازي امانالله خان لوبغالي کې د سپين غر او کابل، دوهمه په کونړ لوبغالي کې د بند امیر او امو او درېيمه لوبه به د خوست په لوبغالي کې د مس عینک او بست لوبدلو ترمنځ ترسره شي.
د یوه بل خبر له مخې، سبا سې شنبه به د افغانستان او وېسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو د غوراوي پړاو په یوه تمریناتي لوبه کې مخامخ شي.
د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، افغان لوبډلې دغه سیالیو ته چې د راتلونکې مارچ میاشتې په څلورمه پیلېږي، پوره چمتووالی نیولی دی.
د کرکټ د نړیوالې شورا د وېبپاڼې د راپور له مخې، د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان د مارچ په څلورمه له سکاټلنډ لوبډلې سره مخامخېږي.