د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۴

ولسمشر غني: د امنیتي ځواکونو مېړانه او ملي فکر افغانستان بریالی کولای شي


افغان ولسمشر وايي، د څلور کلن امنیتي پلان پلي کېدل په جګړه او سیاست دواړو برخو کې د هېواد بریا ډاډمنوي.

ښاغلي غني وویل، د امنیتي ځواکونو مېړانه او ملي فکر افغانستان په جګړه او سیاست دواړو ډګرونو کې بریالی کولای شي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۷» د مارشال محمد قسیم فهیم د دفاعي پوهنتون او له ملي نظامي اکاډمۍ د سلګونو افسرانو د فراغت په غونډه کې وکړې او ويې‌ویل چې د امنیتي ځواکونو دنده سخته، خو مقدسه ده.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"پس له نن نه ستاسو هویت ملي اردو ده، ژبې لرئ، کلي لرئ، ولایتونه لرئ، نور ټول هویتونه دي، اما دا هویت له ټولو هم سخت دی او هم مقدس دی، خو هیله ده چې دا فرق مو هم لیدلی وي چې پخوا مو تل د جګړې میدانونه ګټلي، خو د سیاست میدان مو بایللی و، اوس‌يې دواړه ګټو."

ولسمشر غني وویل، حکومت او ولس دواړه په افغان امنیتي ځواکونو باور لري او په کلکې ارادې سره‌یې ملاتړ کوي.

د مارشال فهیم د دفاعي پوهنتون او له ملي نظامي اکاډمۍ په ۱۰مه دوره کې ۵۲۸ تنه افسران فارغ شول چې يوازې اته تنه‌يې ښځې دي.

له دغه پوهنتون او اکاډمۍ په تېرو نهو دورو کې څه باندې ۹ زره افسران فارغ شوي چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې په خپلو دندو بوخت دي.

د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون او ملي نظامي اکاډمي په ۱۳۸۴ لمریز کال د پخواني حربي پوهنتون پر ځای، د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې په مرسته جوړ شوی دی.

دغې فراغت غونډې ته د افسرانو د ملي نظامي اکاډمۍ قوماندان احمدالله داور وویل، هغه افسران چې له دغه دفاعي پوهنتون او له اکاډمۍ فارغېږي، مسلکي او په ټولو پوځي مسایلو اګاه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي دغو مراسمو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه په پوره صداقت او مېړانې چمتو دي چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي.

د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي
د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي

ښاغلي بهرامي وویل:

"ډاډ درکوم چې له ما نيولې تر وروستي عسکره پورې په لیرو پرتو سیمو کې په هلمند کې، په بدخشان کې، په کنړ کې، په نيمروز کې او په ټول هېواد کې زموږ ځواکونه ستاسو تر قیادت لاندې د خپل هېواد ساتنه کوي او په ډېر صداقت او ایماندارۍ سره به خپلو دندو ته دوام ورکوي."

ښاغلي بهرامي وویل، د افغان ځواکونو مسلکي وړتیا او مېړانه ورځ تر بلې ثابتېږي چې له امله‌یې په دغو ځواکونو د خلکو باور هم زیات شوی دی.

د دغو مراسمو په پای کې د مارشال محمد قسیم فهیم دفاعي پوهنتون او ملي نظامي اکاډمۍ څلورو ممتازو زده‌کوونکو عبدالکریم، محب‌الرحمن، صبغت‌الله او مونثې ته د غازي میر بچه خان او ملالۍ عالي دولتي مډالونه هم ورکړل شول.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG