د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا سې شنبه له وېسټ انډیز سره لومړنۍ تمریني لوبه کوي.
افغانستان او وېسټ انډیز له هغو اتو نورو لوبډلو سره یوځای شوي چې له ډلې بهیې تر لوبو وروسته دوه ټیمونه د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام ته غوره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې افغان ټیم څو ورځې مخکې زېمبابوې ته تللی او لوبو تهیې تمرینونه کړي دي.
افغان ټیم به تر وېسټ انډیز وروسته به دوهمه تمریني لوبه د مارچ په لومړۍ له هالنډ سره وکړي.
تمه ده، د افغانستان لومړۍ لوبه د مارچ په څلورمه له سکاټلنډ سره وشي.
افغانستان باید د ګروپي او حذفي دور ټولې سیالۍ وګټي او نړیوال جام ته د وتلو لپاره باید یا لومړی یا دوهم مقام خپل کړي.
افغانستان په ګروپي دور کې له سکاټلنډ، زېمبابوې، هانک کانګ او نیپال سره مخ کېږي.