د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۰

په ننګرهار کې د «امن غواړو» په نوم کرکټ سیالۍ پیل شوې


په ننګرهار کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د امن غواړو په نوم د کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې.

د ختیځ زون د کرکټ مسؤل بختیار ساحل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د ختیځ زون اړوند بېلا بېلو لوبډلو ترمنځ په جلال اباد ښار کې پیل شوي چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

د ښاغلي ساحل په خبره دغه سیالۍ د ننګرهار ولایتي ادارې په نوښت جوړ شوي او په ټینس بال ترسره کېږي.

د ننګرها ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دغو لوبو له لارې هڅه کېږي څو خلک سوله ییز ژوند او يووالي ته وبلل شي.

XS
SM
MD
LG