د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

افغان کرکټ ټیم د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره تمرینات پیل کړل


د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام، د غوراوي پړاو سیالیو لپاره د زمبابوې په هرارې کې تمرینات پیل کړل.

د افغانستان د کرکټ بورډ د ویاند مرستیال شرف الدین شاکر نن ازادي راډيو ته وویل افغان لوبډله له تمریناتي کمپ وروسته له ویسټ انډیز او نیدرلینډ سره تمریناتي سیالۍ هم لري.

د راتلونکي نړیوال جام د غوراوي پړاو رسمي سیالۍ د مارچ د میاشتې په څلورمه نېټه د زېمبابوې په کوربه توب پیلېږي.

په دغو سیالیو کې لس لوبډلې ګډون کوي او په دوه ګروپونو وېشل شوي دي.

افغانستان په ب ګروپ کې د کوربه هېواد زېمبابوې،سکاټ لینډ،هانک کانګ او نیپال سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG