د کندهار امنیتي چارواکو د بشري حقونو د سازمان دا راپور رد کړ چې ګواکې د ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کي یو شمېر ملکیان وژلي دي.
د بشري حقونو سازمان د چهارشنبې په ورځ له افغان حکومت او د امریکا له پوځ نه وغوښتل چې دا قضیه وڅېړي.
د دې سازمان په اعلامیه کې راغلي دي چې د ملي امنیت ځواکونو تېره میاشت په کندهار ولایت کې د عملیاتو په لړ کې ۲۰ ملکي وګړي وژلي دي.
خو د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات د دقیقو معلوماتو پر اساس شوي دي او پهکې د دولت وسلهوال مخالفین په نښه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ادعا په مکمله توګه ردوم، دا عملیات شااوخوا ۲۰ ورځې مخکې د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د دقیقو کشفي معلوماتو پر اساس وشول، په دې هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ځانګړو او امنیتي قواو ونډه درلوده."
د بشري حقونو سازمان وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دغه ملکیان په مرمیو ویشتي دي.
یوه عیني شاهد پر ټیلیفون د بشري حقونو سازمان ته ویلي دي چې د ملي امنیت ځواکونو په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې پر ملکیانو هغه مهال ډزې وکړې چې هغوی له بمبارۍ څخه د ځان ساتلو په هدف په تېښته وو.
دا سازمان ادعا کوي چې د ملي امنیت ځواکونو ملکي خلک له کورونو وایستل او هغوی يې په ډزو ووژل.
خو د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، په دې عملیاتو کې یوازې دوه ملکي وګړي له وسلهوالو سره د همکارۍ په خاطر ژوبل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"یوازې دوه کسان چې وسلهوالو سرهيې همکاري کوله او هغوی تهيې په خپل کور کې پناه ورکړې وه، د تېښتې پر مهال ژوبل شوي دي، ملکیان نهدي وژل شوي او یوازې وسلهوال په نښه شوي دي."
افغان مقامات وايي، د ملي امنیت او پولیسو سرتېرو د تېرې جنورۍ میاشې پر ۳۱مه نېټه د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه کې د طالبانو پر یوې لویې غونډې برید وکړ چې په نتیجه کې يې ۸۳ وسلهوال وژل شوي دي.
د بند تیمور تر عملیاتو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني وویل د امنیتي ځواکونو وروستیو عملیاتو په خاص ډول په بند تیمور کې لاسته راوړنې لرلې دي.
د بشري حقونو سازمان وايي، افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې ۵۰ طالبان وژلي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست تر اوسه پورې د بشري حقونو د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د بشري حقونو سازمان وايي، احتمال لري چې د امنیتي ځواکونو دا عملیات له هغو بریدونو سره ربط ولري چې په دې وروستیو کې پهکې لسګونه کسان ووژل شول او مسؤلیتيې طالبانو په غاړه واخیست.
په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور وايي، په تېر یوه کال کې د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې ۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.