د افغانستان په جنوب ۲۰۵ اتل قول اردو په روزنیز مرکز کې سلګونه سرتېري نظامي زدهکړې کوي.
د دغه روزنیز مرکز مسؤلین وایي چې اوس نویو سرتېرو ته د لیزري وسلو او دوربینونو په مقابل کې د ځان ساتنې خاص مهارتونه ور زده کوي.
دا په داسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو په تېر کال کې د کندهار په خاکرېز، شاه وليکوټ او میوند ولسوالیو کې د ملي اردو پر سرتېرو له ليزري وسلو او دوربینونو څخه په استفادې خونړۍ حملې وکړې.
په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني د ملي اردو د روزنې دغه مرکز ته ورغلی چې راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: