د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

المپیک: ناروې د ۲۸ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام لري


په سويلي کوریا کې د ژمني المپيک په روانو سیالیو کې ناروې د ۲۸ مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام لري.

ناروې تر دې مهاله ۱۱ د سرو زرو ۹ د سپینو زرو او ۸ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

له ناروې وروسته جرمني د سرو زرو ۱۰، د سپینو زرو ۶ او برونزو د ۴ مډالونو سره دوهم او کاناډا بیا د سرو زرو ۸ د سپينو زرو ۵ او د برونزو د ۶ مډالونو په ګټلو سره درېیم ځای کې قرار لري.

د سوېلي کوریا پیونګ چانګ ژمنیو المپيکي سیالیو کې د ۷۲ هېوادونو نه نږدې ۳ زرو لوبغاړو ګډون کړی چې د فبرورۍ تر ۲۵مې نېټې پورې به روانې وي.

XS
SM
MD
LG