د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

ملي ارمان: غني او عبدالله په کنایه کې د یو بل پر وړاندې اعتراضیه څرګندونې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۹مې کلیزې په مناسبت په پرونی غونډه کې د افغان چارواکو خبرو ته پام اړولی دی.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په کنایه کې د یو بل پر وړاندې اعتراضیه څرګندونې وکړې.

په مطلب کې راغلي اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د برېښنايي تذکرو د ویش موضوع ته په اشارې سره وویل، افغانستان په حساس وضعیت کې دی او نه باید د دغه هېواد زمامداران دا هڅه وکړي چې له یو بحرانه د بل په لور ولاړ شي.

خو د مطلب د لیکونکي په باور د ولسمشر غني ځواب بیا ورته دا وو چې زمان دریدلی نه شي او که افغانستان غواړي مخته ولاړ شي او وغواړو د خلکو ستونزې هوارې کړو باید تصمیم ونیسو.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دغه غونډه کې د ولسمشر غني دا خبرې راخېستي چې د افغانستان اساسي قانون هر څه واضح کړي او له مخې به یې وړاندې ځي.

په سر مقاله راغلي چې نوموړي یو شمېر سیاسي ستونزو ته په اشارې سره وویل چې د زغم سیاست یې خپل کړی او کوښښ کوي هېواد د پرمختګ په لور بوځي.

خو د سرمقالې لیکونکي په باور، ولسمشر غني د اساسي قانون پر اساس د پرېکړو کولو خبره داسې مهال کوي چې د افغانستان نظام له پښو تر سره په بې قانونۍ او فرا قانونۍ کې ډوب دی.

په سرمقاله کې په چارواکو غږ شوی چې د ملت د باور خپلولو په خاطر د خپلو خلکو تر څنګ ودرېږي، که نه نو وضعیت به لا پسې خراب شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې په یاده غونډه کې د یو شمېر افغان چارواکو او جهادي مشرانو خبرې راخېستي دي.

هېواد لیکلي، په دغه غونډه کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم خبرې وکړې ویې ویل چې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره باید مخالفینو ته خپل غېږه پرانېزو او هغوی ته ډاډ ورکړو چې یوه پایه داره سوله ممکنه ده.

په مطلب کې راغلي، حکمتیار وویل چې له مخالفینو یې هدف هغه کسان دي چې له جنګه ستړي شوي دي، نه هغه کسان چې له بهره ګمارل شوي او پر جنګ ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG