د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د کورنیو چارو وزارت: د کابل د پولیسو په حوزو کې ۹۶ سلنه نوې مقررۍ شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د پولیسو په حوزو کې د وړتیا او شفافیت پر بنسټ ۹۶ سلنه نوې مقررۍ شوې دي.

په داسې حال کې چې د نړی په یو شمېر ډېرو هېوادونو کې په لوړو امنیتي پوستونو مقررۍ د ازموینې له مخې نه تر سره کېږي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیاسي او ګوندي فشارونو د ختمېدو په هدف، معیاري ازموینه او له دې لارې ګمارنې د حل یوازنۍ لار ګڼي.

دغه وزارت وايي، د پروسې له لومړي پړاوه بریالي وتي او د کابل د ټولو حوزو لپاره یې د حوزو امرین، مرستیالان، د کشف امران او د جنايي جرمونو مدیران د نوماندانو شایسته سالاری، پوهې او وړتیا ته په کتو، د ازموینې له مخې ټاکلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تمه ده چې دا کار د کابل ښار په امنیت ښه او مثبت اغېز ولري:

"د دې لپاره چې هغه پخوانۍ پروسه موږ ماته کړې وي، موږ ازموینه واخیسته، پخوا له دوه درېیو حوزو پرته هره حوزه په یوه شخص پورې تړل شوې وه او هر کس به چې معرفي کېدو، باید د هغه په خوښه وای، خو موږ دا ځنځیر مات کړ او تاسې به ووینئ چې په امنیت او ټولو نورو برخو کې څومره تغیرات راځي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ له ۴۰۲ کسانو د کابل ښار د ۱۶ حوزو لوړو پوستونو لپاره ازموینه واخیسته.

دغه وزارت وايي، نویو امرینو ته یې له درېیو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت ټاکلی چې د وضعیت د بدلولو لپاره لازم اقدامات ترسره او خپلې وړتیاوې ثابتې کړي.

له دې وړاندې په امنیتي لحاظ د کابل د خوندیتوب ور هاخوا، د پلازمېنې اوسېدونکو د وسله والو غلاوو، انسان تښتونو او له ګڼو جنایي جرمونو تل شکایت کړی دی.

خو د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، یاده پروسه شفافه نه وه او تجربو ته هم په کې پام نه دی شوی.

د چارو کارپوه عبدالرحیم کړوخېل وویل:

"دا پروسه اوس هم د اړیکو په اساس مخته تللي او تاسې به وګوري چې د دوی له مقررۍ سره د کابل وضعیت سمېږی او کنه؟ که تغیر راغی، خو اصلاحاتو ته به یو څه کار شوی وي، خو زه معلومات لرم چې اوس هم اړیکې حاکمې دي، نه ضوابط."

د پروسې دوو تنو ګډون کوونکو وحیدالله او احمد ولي هم د یادې پروسې په شفافیت انتقاد کوي او وايي:

"زه نهمې حوزې ته بریالی وم او په جدول کې دوهمې لوړې نمبرې زما وې، له پېژنتونه زنګ راغی چې تاسې حوزې ته معرفي کېږئ، غونډې ته راشئ، خو چې راغلم، زما په ځای بل کس چې په جدول کې یې هېڅ نوم نه و، وټاکل شوی و."

"پروسه په پیل کې ښه وه، خو وروسته داسې کسان پکې راغله چې په ازموینه کې یې هېڅ ګډون نه و کړی، خو د دوی د شخصي هدایاتو په واسطه مقرر شول."

دوی وايي، یاد وضعیت د اصلاحاتو په هدف د حکومت پر اقداماتو د خلکو باور اغېزمنولای شي.

د کورنیو چارو وزارت بیا په ازموینه کې د بریالیو کسانو له وروستي لېسته د درېیو د نومونو لېرې کېدل تأيیدوي او وايي چې یادو کسانو په استخباراتي او کشفي برخو کې ستونزې لرلې چې نوي کسان یې باید پر ځای معرفي شوي وای.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG