د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۷

د کرکټ افغان لوبډله له زیمبابوې سره نن ۴مه یو ورځنۍ سیالي کوي


په پام کې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن جمعه په شارجه کې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ څلورمه سیالي وکړي.

دا ۵۰ اووره لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په درېیو بجو پیلېږي.

افغانستان او زیمبابوې تراوسه درې ۵۰ اوریزې لوبې کړي چې دوه یې افغانستان او یوه یې زبمبابوې ګټلې او له هغه مخکې دوه ۲۰ اوره لوبې دواړه افغانستان ګټلي وې.

د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو له زیمبابوې سره د لوبو د لړۍ لپاره ښه تیاری نیولی دی.

نوموړي وویل:

"د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کرکټ بورډ له خوا په ننګرهار کې تمریناتي کمپ په لاره اچول شوی و او وروسته ملي لوبغاړو په متحده عربي اماراتو کې کمپ او تمریناتي لوبې لرلې او په بشپړ چمتووالي سره اوس د زیمبابوې پر وړاندې لوبېږي."

ښاغلی هوتک وايي، ډاډه دی چې دا لوبه به هم د تېرو هغو په څېر افغان لوبغاړي وګټي.

د افغانستان او زیمبابوې پنځمه او وروستۍ لوبه به د دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۹مه وي.

XS
SM
MD
LG