د ایران ولسمشر حسن روحاني د یو درې ورځني سفر لپاره پرون هند ته ورسېد.
د ایران ولسمشر حسن روحاني په داسې حال کې چې د وزیرانو او سوداګرو یوه لویه ډله ورسره ملګرې وه، هند ته د خپل درې ورځني سفر په پیل کې پرون جنوبي ښار حیدراباد ته ورسېد.
ټاکل شوې چې روحاني نن جمعه په حیدراباد ښار کې د مسلمانانو یوې غونډې ته وینا وکړي او وروسته له ولسمشر رام نات کوویند او صدراعظم نریندرا مودي سره د خبرو لپاره نوي ډیلي ته ځي.
تمه ده چې دواړه لوري د سوداګرۍ او اقتصاد په سکټور کې یولړ تړونونه لاسلیک کړي چې یو یې هند ته د چاه بهار بندر د لومړي پړاو د پروژې د فعالولو د اجازې ورکول دي.
ښاغلي روحاني هند ته له روانېدو مخکې د کابینې غونډې ته د وینا پرمهال چاه بهار بندر د ایران لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه:
"د هند او ایران په اړیکو کې یوه ډېره مهمه مسئله ټرانزیټ دی او همداراز د چاه بهار بندر او د دې بندر له لارې د ایران نښلول دي، هم له افغانستان او هم له منځنۍ اسیا سره."
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د هند اوسنی پلان دا دی چې د لسو کلونو په ترڅ کې د څه باندې ۸۵ میلیونو ډالرو په ارزښت، د چاه بهار بندر دوه برخې فعالې کړي.
ایران په تېره ډسمبر میاشت کې په دې بندر کې اضافي تاسیسات جوړ کړل.
تهران هیله من دی چې د چاه بهار بندر له لارې به له افغانستان او منځنۍ اسیا سره وصل شي.
د اضافي تاسیساتو د رغونې لپاره نېږدې یو میلیارد ډالرو پانګونې ته اړتیا ده چې ۲۳۵ میلیونه ډالر یې هند په غاړه اخیستي دي.
د چاه بهار د پراخولو نور پړاوونه به دا بندر په راتلونکو ۱۴ کلونو کې نور هم وغځوي، خو د دې پروژې د عملي کولو چارې په ډېرې سستۍ سره روانې دي.
هند وايي، ښايي چې د چاه بهار د رغونې او له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هغه د نښلولو لپاره د سړکونو او اورګاډي پر پروژو تر پنځه سوه میلیونه ډالرو پورې لګښت وکړي.
د څارونکو په نظر، د چاه بهار بندر رغونه به د پاکستان پر ګوادر بندر چې چین پانګونه پکې کوي، د افغانستان اتکا کمه کړي.