د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

ارګ: ولسمشر غني او مک مسټر د کابل پروسې د غونډې په اړه خبرې کړي


جمهوري ریاست وايي، ولسمشر اشرف غني پرون پنجشنبه ماښام د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جنرال مک مسټر سره د کابل پروسې د غونډې په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې د کابل د پروسې غونډه د روانې فبرورۍ د میاشتې په وروستیو کې د بهرنیو مېلمنو په ګډون په کابل کې جوړه شي.

په داسې حال کې چې دې مهمې غونډې ته له دوو اونیو لږه موده پاتې ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي هم پرون او وړمه ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل.

د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د ویډیویي کنفرانس له لارې د دواړو خواوو په خبرو کې د کابل د پروسې د غونډې په اړه چې د روانې فبروري میاشتې په پای کې په کابل کې جوړېږي، بحث وشو.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي وویل:

"د افغانستان ولسمشر د متحدوایالاتو د ملي امنیت له سلاکار جنرال مک مسټر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې، په دې خبرو کې دواړو خواوو د کابل د پروسې د غونډې د جوړېدو او دې غونډې ته د تیاریو او همداراز د ترورېزم پرضد د مبارزې، د سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې."

په همدې حال کې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز له تېرو درېیو ورځو راهیسې په کابل کې وه او د کابل د پروسې د راتلونکې غونډې په اړه یې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې وايي چې مېرمن الیس د فبرورۍ د میاشتې په ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر په ګډون، له جګپوړو افغان چارواکو سره وکت چې په خبرپاڼه کې د سولې د عالي شورا له مشر کریم خلیلي او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو سره د مېرمن ویلز د لیدنې یادونه هم شوې ده.

الیس ویلز
الیس ویلز

د متحده ایالاتو د سفارت خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنو کتنو کې په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت په چاره کې د امریکا او نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه خبرې وشوې.

افغان چارواکو د کابل د پروسې دا غونډه مهمه بللې او ویلي یې دي چې نتایجو ته یې ډېر هیله من دي.

ټاکل شوې چې د کابل د پروسې په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو استازي هم ګډون وکړي، خو په دې غونډه کې د وسله والو مخالفینو د استازو د ګډون په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG