د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په جګړه کې د ښکېلو خواوو څخه جنګي قوانینو ته نهپاملرنه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو اصلي لامل دی.
له ډلې يې حیګل سلیمانخېل وايي، د ملکي تلفاتو د هر کال شمېرې د اندېښنې وړ دي او په جګړه کې ښکېلې خواوې یې باید په اړه غور وکړي.
د ازادي راډیو خبریال یوسف خان ځدراڼ د یوناما د دغه راپور په اړه له ښاغلي سلیمانخېل سره مرکه کړې او په سر کې یي پوښتلی چې کومې حملې د ملکي تلفاتو د شمېرو د ډېرېدو سبب کېږي؟