د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۰۸

ازاد: په ارګ کې د ځینو کړیو لخوا د دسیسو جوړولو په اړه اسناد به افشا کړم


د جمهور رئیس د ویاند پخوانی مرستیال نجیب الله ازاد له خپلې دندې څخه د استعفا تر څنګ وايي، ډېر ژر به په جمهوري ریاست کې د اړیکو په اساس د مقرریو، دسیسو جوړولو او ناغیړیو په اړه له رسنیو سره مهم معلومات شریک کړي.

ښاغلي ازاد د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د دغې استعفا دلیل په جمهوري ریاست کې د یوې ځانګړې ډلې حضور یاد کړ چې د هغه په وینا د اصلاحاتو مخه نیسي او لکه د لستوڼي مار په څېر د حکومت لاسته راوړنې تخریبوي.

نجیب الله ازاد د استعفا د اعلان تر څنګ ادعا کوي چې له داسې رازونو څخه به پرده پورته کړي چې ۱۸ ورځې وړاندې د ده د استعفا لامل شول.

دی د خپلو کارونو په وړاندې دا ډله یوه کوچنۍ کړۍ بولي چې د ده په وینا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې لکه د لستوڼي مار په څېر فعالیت کوي.

ښاغلی ازاد وايي، د نهو میاشتو کاري مودې په دوران کې يي د دسسیه جوړونکو کسانو پرته چې کار يې انحصار او د جمهوري ریاست له دننه څخه د حکومت تخریب وو نور څه ندې لیدلي.

دی که څه هم د چا یا کومې کړۍ نوم نه اخلي خو وايي دغو کسانو دی له رسنیو سره د خبرو څخه منع کاوه او د ده پر وړاندې يې خنډونه جوړول.

نوموړی وايي، د دغې کوچنۍ حلقې د ټولو کارونو په اړه يې یو کتاب هم لیکلی او د توطئو اچونکو اړوند د اسنادو او شواهدو له وړاندې کولو وروسته د دوی نومونه له ولسمشر او رسنیو سره شریکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"نه غواړم د چا یا کومې ډلې نوم واخلم، دا کار له وخته مخکې دی او دا کړۍ ډېرو ملګرو ته معلومه ده په رسنیو کې يې په اړه نقد شوی او په اړه يې خبرې شوي دي، زه د دوی نومونه له ټولو اسنادو او شواهدو سره جمهور رئیس ته ښایم، د ویلو لپاره ډېر څه لرم او له دوستانو سره یې شریکوم."

ښاغلی ازاد وايي، شااوخوا دوه میاشتې وړاندې دغې ځانګړي کړۍ د ده د کارټ د تمدید او جمهوري ریاست ته د ده د ننوتلو مخنیوی وکړ او ده بیا ۱۸ ورځې وړاندې د جمهور رئیس د ویاند له مرستیالۍ څخه استعفا وکړه.

دی وايي، د ولسمشر تر دفتره د ده د استعفا لیک د رسېدو هم مخنیوی شوی دی.

ازاد وايي، په دغې استعفا لیک کې یې د دغو کسانو د رازونو بیان تر څنګ له جمهور رئیس څخه غوښتي و چې د جمهوري ریاست د رسنیو څانګې له مسؤل او مشر له سویي او وړتیاوو څخه خپله ازموینه واخلي.

له دې ټولو سره د نجیب الله ازاد له خبري غونډې شېبه مخکې د جمهور رئیس د ویاندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې نجیب الله ازاد د اوږدې غیر حاضرۍ له کبله د جمهور رئیس د مرستیال ویاند له دندې لېرې او له دې وروسته د حکومت په استازیتوب له رسنیو سره خبرې نه شي کولای.

خو ښاغلی ازاد وايي، دا چې دی اوس له دې دندې تللی د ده د کار په اړه د مرتضوي دا اعلان د ماشومانو کار دی.

و مو غوښتل چې په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم ولرو، خو د جمهور رئیس د ویاندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی بیا په دې اړه داسې نظر لري:

ودیر صافی
ودیر صافی

"دا ډول کسان چې د چا په واسطه مقررېږي او مهمې چوکۍ یې نیولي که یې په دریځ او امتیازاتو کې مصؤنیت او دوام ونه لیدو بیا مخالف کېږي یا دا چې که ووځې نو دښمني اختیاروي، دوی په پیل کې خلکو ته د خدمت اصول نه لري."

تر اوسه روښانه نه ده چې په دغې کړۍ کې چې د جمهور رئیس د ویاند پخوانی مرستیال ترې یادونه کوي څوک شامل دي، خو د ودیر صافی د دغه وضعیت نتیجه ښه نه ګڼي.

دی ټينګار کوي چې که ښاغلی ازاد اسناد او شواهد لري باید داسې څېرې افشا کړي تر څو د دسیسو او انحصار غوښتنې فرهنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG