ناټو ته د امریکا سفيرې، کې بیلي هاچیسون وويل چې پاکستان باید له امریکا او ناټو سره د طالبانو د فعالیتونو په مخنیوي کې یو ځای کار وکړي.
د سې شنبې په ورځ د ناټو ائتلاف ته د امریکا استازې، کې بيلي هاچیسون په بروکسل کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان باید له امریکا او ناټو سره د طالبانو د تېرايستونکو فعالیتونو په مخنیوي کې یو ځای کار وکړي. نوموړې وویل:
"د پاکستان لپاره بل اقدام دا دی چې پاکستان په بشپړه توګه زموږ خوا ته شي، د ناټو خوا ته شي او د پياوړي افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي، دوه اوونۍ مخکې چې څه وشول، هغه د منلو وړ نه دي."
مېرمن هاچیسون وويل، پاکستان فرصت لري چې په يوه لوی ځواک بدل شي، له ناټو سره کار وکړي، تر څو طالبان له خپلو ترورېستي فعالیتونو لاس واخلي او د يوه موټي افغانستان برخه شي او هغه افغانستان به د پاکستان يو پياوړی ګاونډی هېواد وي.
په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي:
"په افغانستان کې له کلونو راهيسې تجربه ښيي چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د افغان ځواکونو پياوړي کول تر ټولو مهم دي."
ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې ګډون کوي او دا خبرې يې تر دې غونډې مخکې د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وکړې.
ښاغلي سټولټنبرګ وويل، هدف یې دا دی چې د ځواکونو شمېر يې په افغانستان کې سږ کال ۱۶ زرو ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"په افغانستان کې له کلونو راهيسي تجربې مو زده کړل چې د افغان ځواکونو پياوړي کول، د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې تر ټولو غوره وسيله ده، زموږ لږ تر لږه ۲۸ متحد هېوادونه په افغانستان کې زموږ د زده کړو ماموریت ته د خپلو ځواکونو شمېر زياتوي، زموږ هدف دا دی چې سږ کال په افغانستان کې ۱۶ زره پرسونل ولرو، دا شمېر تېر کال ۱۳ زره و."
له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د هڅو پر دوام ټينګار کوي او د داعش ډلې پر وړاندې يې په عراق او سوريه کې د امریکا په مشرۍ له ائتلافي هېوادونو غوښتي چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې تر بشپړې ماتې پورې ژمن پاتې شي.
ټېلرسن د سې شنبې په ورځ په کوېټ کې د همدې ائتلاف غړو هېوادونو مشرانو ته وويل، د لويو جنګي عملیاتو پای ته رسېدل په دې مانا نه دي چې داعش ډله له منځه لاړه.
ده وويل، په عراق او سوریه کې داعش ډلې تر خپل کنټرول لاندې پراخې ځمکې له لاسه ورکړي، خو دا ملېشه اوس هم د سيمې د ثبات او سيمې او نړۍ ته يو جدي تهديد ده.
ټېلرسن همداراز وويل، په سوریه او عراق کې داعش ډله غواړي چې خپل فعاليتونه نورو هېوادونو لکه افغانستان، فلپين، ليبيا، لوېديځې افريقا او نورو ځایونو ته وغځوي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان، پاکستان، ناټو مشرانو او د منځنۍ اسيا د هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د غونډې موضوع هم همدا وه.