د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۵ کب ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۸

د افغانستان کرکټ بورډ د حمید حسن پر کور بمي برید وغانده


د افغانستان کرکټ بورډ د وتلي ستوري حمید حسن پر کور د تېرې شپې بمي برید وغانده.

د کرکټ بورډ د ادارې له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خپرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه بمي برید کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیان لري.

د کرکټ بورډ ادرې دغه حمله جنايي بللې او ویلي یې دي چې څه موده وړاندې د غلو يوې ډلې د حمید حسن له کورنۍ د پيسو غوښتنه کړې وه او د پیسو د نه ورکړې په صورته کې یې ورته ګواښونه کړي وو.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، حمید حسن د دغو ګواښونو په اړه امنیتي بنسټونو ته خبر ورکړی و او د دغې بمي حملې په وخت کې په ننګرهار کې په خپل کور کې و.

حمید حسن په ټولنيزو رسنیو کې د دغې پېښې پخلی کړی او له امنیتي ارګانونو یې غوښتي چې د ده او نورو لوبغاړو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلینو له امنیتي ارګانونو غوښتي چې د افغان لوبغاړو او د کرکټ بورډ د کارکوونکو امنیت ته پاملرنه ډېره کړي.

XS
SM
MD
LG