د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون جمعه د زېمبابوې د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دواړه لوبډلې په شارجه کې سره مخامخ شوې.
دا د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره کرکټ سیالیو د لړۍ د پېل مسابقه وه.
پېل شوې لړۍ به د فبرورۍ تر نوولسمې روانه وي او دواړه خواوې څلورې نورې مسابقې لري.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جون په میاشت کې د بنګله دېش له لوبډلې سره مسابقه لري.
د کرکټ ټرکر وېب پاڼه چې د کرکټ لوبې ته ځانګړې شوې، ویلي چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله به د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو مسابقه په متحده عربي اماراتو کې وي.
دا پرېکړه د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه شوې ده.