د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۵

د چابهار د الحاقیه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي


د افغانستان د ترانسپورټ وزارت وايي، ډېر ژر به د چابهار د الحاقیه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ د درې اړخیزې شورا ناستې او بحثونه پيل شي.

د ترانسپورټ وزارت وايي، د هند، افغانستان او ایران پارلمانونو د چابهار الحاقیه بندر توافقنامې تصویب کړې او ډېر ژر به د درې واړو هېوادونو د مرستیالانو په کچه بحثونه پیل شي.

د دغه وزارت مرستیالې فوزیې احساني د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د چابهار بندر د توافقنامې چارې ښې پرمخ روانې دي.

احساني: د توافقنامې چارې ښې پرمخ روانې دي.
احساني: د توافقنامې چارې ښې پرمخ روانې دي.

نوموړې زیاته کړه:

"ډېر ژر به د درې هېوادونو افغانستان، هند او ایران د مرستیالانو په کچه د چابهار بندر د توافقنامې په اړه د همغږۍ شورا جوړه شي، هیله لرو چې وتوانېږو، تر هغې چې له پاکستان سره د حمل او نقل په برخه کې پرتې ستونزې حل شي د ترانزیټ یوه ښه بدیله لاره شي او موږ و کولای شو چې د چابهار بند له توافقنامې ښه استفاده وکړي."

خو د ترانسپورټ وزارت مرستالې د ناستې د دقیقې نېټې په اړه جزئیات ورنه کړل.

نوموړې همدارنګه زیاته کړه په نېږدې راتلونکې کې به د ایران او افغانستان د ترانسپورټ وزارتونو د مرستیالانو ترمنځ د حل او نقل کمېتې شپږمه ناسته په ځانګړې توګه د حمل او نقل پورې اړوندو مسائلو په اړه جوړه شي.

د ترانسپورټ وزارت مرستیالې همدا راز وویل دغه وزارت له مالیې وزارت سره په ګډه همکاري په زرنج کې د خشکه بندر د جوړولو چارې چې د حمل او نقل په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره مثبت ګام دی کار کوي.

فوزیې احساني دغه څرګندونې په کابل کې د «لېږد، رالیږ او سفر» تر عنوان لاندې ترانزیټي نندارتون کې چې د سوداګرۍ او صنایعو، ترانسپورټ وزارتونو او د خصوصي سکټور او په کابل کې د ایران او ترکیې سفاراتونو استازو په کې ګډون کړی و وکړې.

تېر کال د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر په اړه توافقنامې لاسلیک شوې افغان حکومت له دغه بندر څخه استفاده د درې واړه هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې اتصال نقطې په توګه یو ښه فرصت وګاڼه.

په افغانستان کې د ایران سر قنسل سید قاسم ذاکري په هوايي او ځمکني نندارتون کې چې په کابل کې جوړ شوی و وویل چې د چابهار بندر د افغانستان، ایران او هند ترمنځ یوه مهمه ترانزیټي پروژه ده.

نوموړي په دغه برخه کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ:

"تراوسه د چابهار په بندر کې ۱۶۵ افغاني او ۳۵۲ د سیمې شرکتونو ځانونه ثبت کړي او په فعالیت باندې بوخت دي، همدا راز تراوسه۵۰ هکتاره ځمکه افغان سوداګرو ته د پنځو کلونو لپاره په واک کې ورکړل شوې ده."

د جدې په میاشت کې له دې لارې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم هېواد ته راورسېدل.

چابهار بندر
چابهار بندر

افغان حکومت د سوداګرۍ او حمل نقل په برخه کې د چابهار بندر لاره ښه بدیل بولي او وايي چې دغه لاره لنډه او ارزنه ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG