د ارزګان ولایت سیمهییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان ګډو او بهرنیو ځواکونو لهخوا په روانو عملیاتو کې ۳۰ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان دي.
په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قوماندان ملک زینالله د پنجشنبې په ورځ د جګړې پر لومړۍ کرښه ازادي راډيو ته وویل چې د یادو عملیاتو
پر مهال ۳ کېلو متره سیمهیې د وسلهوالو طالبانو له شتونه پاک کړې.
نوموړی وايي چې دغه عملیاتيې له تېرو څلور ورځو راهیسې پیل کړي دي چې
لا هم د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند «خانکې سیمه» کې روان دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
دغه عملیات وروسته له هغې په ارزګان کې پیلېږي چې په کابل کې له ترورېستي خونړیو بریدونو وروسته افغان پوځیانو ته د وسلهوالو طالبانو د ځپلو امر وشو.
بشپړ تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په دې راپور کې: