د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

د کرنې وزیر: ارزګان ته به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې توجه زیاته کړو


د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي هڅه کوي چې ارزګان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر پښو ودروي.

نصیر احمد دراني چې نن سې شنبه‌یې ارزګان ولایت ته سفر کړی وو له خلکو سره ژمنه وکړه چې دغه ولایت ته به توجه زیاته کړي.

نوموړی وايي، ځکه‌يې دغه ولایت ته پاملرنه زیاته کړې چې په خبره‌يې ارزګان روانو جګړو ځلپی او د خلکو اقتصاد ضعیف شوی دی.

ښاغلی درانی وايي، ارزګان ولایت ته‌يې د سفر هدف دا وو څو د دغه ولایت د خلکو غوښتنې او ستونزې له نږدي وګوري.

نصیراحمد درانی
نصیراحمد درانی

ښاغلي دراني وویل:

"تاسو ته معلومه ده چې د ارزګان ولایت خلک زیات په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو د دغه ولایت د خلکو زراعت روانو جګړو ځپلی، نو ځکه موږ دغه ولایت ته زیاته توجه کوو، نو موږ پلانونه لرو چې په ارزګان ولایت کې د چرګانو فارمونه،د حیوانانو روغیتايي کلینیکونه، شنې خونې، د مېوه لرونکو ونو باغونه او چیک بندونه جوړ کړو."

ښاغلي دراني ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولایت کې د ۱۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې پيل کړې او یو شمېر نورې چې کارونه‌يې بشپړ شوي و ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

نوموړی وايي چې په پلان کې لري په راتلونکي کې ۳۷ نورې بېلابېلې پروژې پلې کړي څو د دغه ولایت د خلکو اقتصاد پر ېښو ودرېږي.

ښاغلي دراني وویل:

"تاسو وګورئ چې موږ دغه دی اوس یو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې او یو شمېر نورې بیا چې استنادي دېوالونه هم په‌کې شامل دي پيل کړې او بل په راتلونکي کې پلان لرو چې دغه ولایت ته ۳۷ نورې پروژې هم ورکړو چې ټولې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې دي."

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي هم د کرنې او مالدارۍ له وزیر څخه د کړیو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړه او ویې‌‍ويل چې ارزګان ولایت تر هر څه د کرنې او مالدارۍ برخه کې ډېر کار ته اړتیا لري ځکه چې د دغه ولایت زیاته برخه خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپل عاید لاسته راوړي.

خروټی: ارزګان ولایت ته باید توجه زیاته شي.
خروټی: ارزګان ولایت ته باید توجه زیاته شي.

خروټي زیاته کړه:

"زموږ خلک دلته ډېر ځپل شوي دي، کرنه او مالداري یې سخته زیانمنه شوې ده، تر هر څه اړینه دا ده چې په دې دوو برخو کې ډېر کار ورته وشي."

ارزګان ولایت د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې شااوخو ۸۰ سلنه خلک‌يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې هم د کرنې او مالدارۍ پخواني وزیر ارزګان ولایت ته سفر کړی وو او په دغه ولایت کې يې د لسګونه میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې پرانیستې وې، خو د ناامنیو له کبله زیات شمېر کارونه تر اوسه نیمګړي پاتې دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG