د ارزګان ځايي خبریالان وايي، د دغه ولایت چارواکي ورته د پېښو په اړه معلومات نهورکوي.
دغه خبریالان ادعا کوي چې د دغه ولایت چارواکي د دې پر ځای چې د پېښو په اړه معلومات ورکړي، پرې ملنډې وهي او یا هم یوه او بله بهانه ورته کوي.
یادو خبریالانو دغه خبرې د سې شنبي په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان خبریالانو د خونديتوب د کمېټې د یوه درې ورځني ورکشاپ په څنډه کې ازادي راډیو ته وکړې.
په دغه ولایت کې د یوې سیمهییزې راډيو مسؤل احمد شاه جواد وايي چې د دغه ولایت ځايي چارواکي نهیوازې دا چې معلومات نهورکوي، بلکې ګواښونه ورته کوي.
ښاغلي جواد زیاته کړه:
"زه چې کله د پېښې په اړه د ارزګان ولایت د ولایتي ادارې او یو شمېر نورو امنیتي ارګانونو سره خبرې کوم، هغوی لومړی زما ټيليفون ته ځواب نهوايي او بیا چې کله ځواب راته ووايي، نو بیا یوه او بله بهانه راته کوي او یا هم راباندې ملنډې وهي چې دغې چارې ټول خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي یوو."
یوه بل خبریال اجمل وصال وویل چې په دغه ولایت کې له ولایتي ادارې نیولې، هېڅ یوه اداره ویاند نهلري چې دغه چارې دوی له ګڼو ستوتزو سره مخامخ کړي او په اسانۍ سره معلومات لاسته نهشي راوړلای.
نوموړی له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې دغه ستونزه دې ورته هواره کړي.
ښاغلی وصال وايي:
"د ارزګان ولایت امنیه قوماندانۍ له تېرو څلورو کلونو راهیسې ویاند نهلري، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قومانداني ویاند نهلري، ولایتي اداره ویاند نهلري، له امنیه قوماندان او والي سره چې کله اړیکه نیسو، نو هغوی زموږ ټيلیفونونو ته ځواب نهوايي، بیا موږ مجبورېږو چې له سرچينې معلومات واخلو."
په ارزګان ولایت کې د خبریالانو د ټولنې مسؤل سمیعالله ممنون هم دغې چارې اندېښمن کړی او وايي چې دغې چارې نهیوازې خبریالان له ستونزو سره مخامخ کړي، بلکې د بیان پر ازادۍ هم تېری دی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ارزګان له ولایتي ادارې سره هم خبرې وکړو، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ځايي ادارې مسؤلین که څه هم د خبریالانو د یادې ستونزې په اړه څه نهوايي، خو زیاتوي چې که کومه اداره خبریالانو ته معلومات ورنهکړي، دا د ولسمشر له فرمانه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نور محمد ابدالي ازادي راډیو ته داسې وویل:
"زه خپله نه دا ردوم او نهيې هم تأيیدوم چې دولتي ادارې خبریالانو ته معلومات نهورکوي، خو که چېرې یوه اداره خبریالانو ته معلومات ورنهکړي، دا د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف عني له هغه فرمانه سرغړونه ده چې ټولو دولتي ادارو تهيې کړی چې تاسو باید د خپل کار په اړه رسنیو او خلکو ته معلومات ورکړئ."
د یادونې وړ ده چې ارزګاني خبریالانو له حکومته دا هم وغوښتل چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو څېړنه وکړي او عاملینو سرهيې قانوني چلند وکړي.
راپور: شریفالله شرافت