د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

نن د افغانستان او زېمبابوې کرکټ لوبډلې ۲مه ۲۰ اوریزه سیالي کوي


د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه ۲۰ اووریزه لوبه نن سې شنبه ماښام د کابل په وخت په ۷ نیمو بجو ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان لوبډلې له زېمبابوې سره د لوبو لړۍ ته ښه تیاری نیولی دی.

له دې وړاندې د تېرې شپې په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کې افغانستان زېمبابوې ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه.

په توپوهنه کې محمد نبي عیسی‌خېل چې په ۲۷ بالونو یې ۴۰ منډې وکړې او په بالنګ کې راشد ارمان د تل په شان د درېیو وېکټو په اخیستو سره ښه وځلېدل.

په دې لوبه کې محمد شهزاد هم له یو کلن بندیز وروسته د لومړي ځل لپاره لوبه وکړه او په ۱۱ بالونو يې ۲۰ منډې وکړې چې یوه څلوریزه او دوه شپږیزې یې ووهلې.

د دغو لوبو په لړ کې به افغانستان او زېمباوې لوبډلې پنځه یو ورځنۍ لوبې هم وکړي چې د روانې فبرورۍ د میاشتې ۹مه، ۱۱مه، ۱۳مه، ۱۶مه او ۱۹مه نېټه په پام کې ده.

XS
SM
MD
LG