د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ملي امنیت د عمومی ریاست پر پخواني رئيس رحمتالله نبیل د ممنوعالخروجۍ حکمیې لغوه کړ.
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، کله چې پر نبیل د لګېدلو تورونو دوسیه د ملي امنیت له عمومي ریاسته ورورسېده، څارنوالانو لازمه وبلله چې هغه د څېړنو تر بشپړېدو له افغانستانه د وتلو اجازه ونهلري.
خو وروسته معلومه شوه چې ښاغلی نبیل د حکم تر اعلان مخکې له افغانستانه وتلی، نو لویې څارنوالۍ خپله پرېکړه بدله کړه.
جمشید رسولي وویل:
"پر رحمتالله نبیل د لګېدلو تورونو مسئله به د قانون د حکم په رڼا کې او په بشپړه بېطرفۍ وڅېړل شي او په اړه بهیې قانوني پرېکړه اعلان شي."
د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د ملي امنیت د عمومي ریاست پر پخواني مشر رحمتالله نبیل د داسې استخباراتي معلومات د افشا کولو تور لګېدلی چې د ملي امنیت د عمومي ریاست د یو شمېر کارکوونکو ژوند تهیې خطر پېښ کړی دی.
خو رحمتالله نبیل د اکټوبر په میاشت کې پر فېسبوک پاڼه لیکلي وو چې د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر خبرداری ورکړی چې که د هغه محور ګوند خپل فعالیت بند نهکړي، پر ضد بهیې د تورونو دوسیه جوړه شي.