د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

امریکایي ځواکونه: په ځانګړو افغان ځواکونو کې به ۱۵۰۰ تنه نور هم ورزیات شي


امریکايي ځواکونه وايي، د افغانستان د نویو ځانګړو ځواکونو ۱۵۰۰ سرتېري به تر راتلونکي پسرلي پورې وروزل شي او له نویو تجهیزاتو سره به د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د افغان ځواکونو د جګړې لیکې پیاوړې کړي.

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه وايي، په داسې حال کې چې د حکومت وسله‌والو مخالفینو پر ولسي اهدافو بریدونو ته زور ورکړی، افغان ځواکونه د وړتیا او شمېر له پلوه د پیاوړتیا خوا ته روان دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر په یو تازه راپور کې ویلي، د افغان ځانګړو کمانډو ځواکونو د روزنې درېیمه دوره پیل شوې ده چې تر پسرلي پورې به ۱۵۰۰ نور روزل شوي کمانډو سرتېري، د افغان ځواکونو له لیکو سره یوځای شي.

افغان کمانډو
افغان کمانډو

دا په هغه ۲۵۰۰ نویو روزل شویو کمانډو ځواکونو سربېره دي چې تېر کال د ځانګړو افغان ځواکونو د شمېر د دوه چنده کولو په هدف روزل شوي.

تېر کال د افغانستان د ملي اردو د ځانګړو کمانډو ځواکونو شمېر ۱۷ زرو سرتېرو ته رسېده، خو په عملیاتو کې د دې ځواکونو د مؤثریت له کبله، افغان او امریکايي نظامي چارواکو پرېکړه وکړه چې د دې خاصو کمانډو ځواکونو شمېر دوه چنده کړي.

د امریکايي ځواکونو د عامه اړیکو دفتر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکو د قوماندان جنرال جان نېکلسن له خولې وايي چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه دا مهال په افغانستان کې تر ټولو زیات مؤثریت او محبوبیت لري او په سیمه کې د ځانګړو عملیاتو تر ټولو بهتر ځواک دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ځانګړو عملیاتي ځواکونو د شمېر د زیاتولو لپاره په دې برخه کې د نویو سرتېرو د روزنې بهیر دوام لري.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې د ځانګړو کمانډو ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې دوه پوځي ښوونځي فعالیت کوي.

دولت وزیري
دولت وزیري

د ښاغلي وزیري په وینا، دې ځواک ته د ملي اردو له نورو قطعو څخه وړتیا لرونکي سرتېري د نورې روزنې لپاره انتخابېږي او ځانګړې روزنه ورکول کېږي.

د ښاغلي وزیري په وینا، کمانډو سرتېري په ځانګړې توګه له سختې فزیکي روزنې تېرېږي، څو د جګړې او عملیاتو له بېلابېلو شرایطو سره ځان عیار کړای شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عامه اړیکو دفتر زیاتوي چې افغان ځانګړي کمانډو ځواکونه دا مهال د «کوبرا سټرایک» په نوم په ځانګړو پوځي موټرو سره روزل کېږي چې دا به د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په برخه کې یوه نوې تهاجمي وړتیا ورزیاته کړي.

د امریکايي ځواکونو د عامه اړیکو دفتر زیاتوي، دا نوي روزل شوي ځواکونه او پوځي موټر به د افغان پوځ سره چې د ژمي پر مهال په تهاجمي حالت کې وو، یوځای شي او د پسرلي په پیلېدو به د افغان ځواکونو لیکې نورې هم پیاوړې شي.

پسرلی په افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو فصل ګڼل کېږي او په تېر فصل کې افغان ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه، په هلمند او کندز کې د وسله‌والو طالبانو له پراخو بریدونو سره مخ وو چې له کبله‌یې یو شمېر سیمې په ځانګړې توګه، په هلمند کې له لاسه ورکړې.

خو امریکايي ځواکونو په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کندز او هلمند په شمول په جنوب او شمال ختیځ کې د ژمي پر مهال وسله‌وال ځپل شوي او په پسرلي کې به هم د جګړو د پراخولو فرصت ورنه‌کړل شي.

امریکايي قوماندانان وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال په اوږدو کې به د وسله‌والو طالبانو د نشه‌يي موادو پر فابریکو هم بریدونه دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG