د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۳۴

ګارډين د «د بېګر پکچر» د عکاسۍ یوې پروژې ته کتنه کړې


  • ډېلي مېل

ډېلي مېل په یوه مقاله کې د سراج‎الدین په نوم د یوه ځوانکي چې په کابل کې د انټرنټ له لارې د خلکو د خریدارۍ مواد هغوی ته رسوي، کیسه کړې چې په یوه برخه کې یې لیکل شوي:

په کابل کې د هغو کسانو شمېر چې پر انټرنټ خرید یا سودا کوي د زیاتېدو په حال کې دی او هغه کسان چې خلکو ته د اخیستل شویو توکو بستې لېږدوي، د امنیتي پوستو او د تلاشۍ د ځایونو له زیاتېدو سر ټکوي.

انتحاري حملې او بمي چاودنې د نورو خلکو په څېر هغوی ته هم یوه لویه ستونزه ده.

له دې امله، د ډېلي مېل په وینا، سراج‎الدین هر وخت د بستو په رسولو کې ناوخته کېږي او په پایله کې یې مجبور دی چې د هغو کسانو غوصې وزغمي چې د خپلو اخیستلو توکو بستې ته ساعتونه انتظار باسي.

دې ۲۴ کلن ځوان ویلي، سړی نه‌پوهېږي چې په کابل کې له یوې سیمې تر بلې د رسېدو لپاره څو ساعته په لاره کې بند پاتې کېږي.

  • ګارډین

ګارډين ورځپانې د «د بېګر پکچر» تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې د عکاسۍ یوې پروژې ته کتنه کړې چې د افغانستان په بحران کې د خلکو د ورځني ژوند د سختو شېبو ثبتول دي.

مقاله د هرات د نجونو د یوه ښوونځي تر عکس لاندې خپره شوې چې پولنډۍ عکاسې مونیکا بلج په ۲۰۰۹ میلادي کال کې اخیستی و او د «افغانستان پټه رڼا» په نوم خپور شوی و.

دا عکس مونیکا بلج په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته، د نجونو د تعلیم پر لاره د پرتو ستونزو د بربنډولو لپاره اخیستی و.

ګارډین لیکلي:

دا یو ډول بری دی چې ډېرې نجونې په دولتي ښوونځیو کې زده‎کړه کوي، خو په ډېرو سیمو کې نجونې تهدیدېږي، حملې پرې کېږي او حتی کله چې هغوی له ښوونځیو فارغېږي، په داسې ټولنه کې به کار ته مجبورې وي چې د نارینه‎وو په واک چلېږي او هغه جګړه چې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو سره باید ختمه شوې وی، د شدت پر لور روانه ده.

مونیکا بلج د نړۍ په هغو ۵۳ عکاسانو کې ده چې له افغانستان تر سېرالیونه د نړۍ په بېلابېلو جګړه او بحران ځپلو ټولنو کې د ورځني ژوند د کړاونو په اړه عکسونه اخلي.

دا عکاسان هغو ټولنو ته ځي چې تشدد روان دی یا جګړه پای ته رسېدلې، خو د وګړو پر روح او ذهن‌یې زخمونه لا تازه پاتې دي.

XS
SM
MD
LG