د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۷

اډلېډ سټرايکرز لوبډلې د اسټرالیا غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه


د اسټرالیا د کرکټ غوره لیګ يا بګ باش سیالیو اتلولي اډلېډ سټرايکرز لوبډلې خپله کړه.

په پایلوبه کې اډليډ سټرایکرز لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۲ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې هوبارټ هریکنز ته يې د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د هریکنز لوبډلې د ۵ وکټو په زیان سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او پایلوبه یې د ۲۵ منډو په توپير بایلوده.

افغان ستوری راشد خان هم په همدغه لوبډله کې لوبېده خو پایلوبه یې د ملي لوبډلې د سیالیو لپاره له لاسه ورکړه او اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې له ملي لوبډلې سره يوځای شوی.

د کرکټ د ډېری کورنیو او بهرنیو کارپوهانو په خبره اډلیډ سټایکرز لوبډله چې د لومړي ځل لپاره د بګ باش سیالیو اتلولي خپله کړه د راشد خان په کې لوی لاس و.

XS
SM
MD
LG