د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

افغان او زېمبابوې کرکټ ټیمونه سبا په اماراتو کې لوبې پیلوي


ټاکل شوې سبا په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو لړۍ پيل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال ویاند شرف الدین شاکر نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې د دغو سیالیو لپاره ښه تمرینات کړي او د زېمبابوې په وړاندې روانو سیالیو ته پوره چمتو ده.

د ده په خبره د زېمبابوې سره د روانو لوبو لړۍ سبا پیلېږي او د فبروري میاشتې تر ۱۹ نېټې پورې دوام کوي.

د د دوو شل اوریزو او پنځو يو ورځنیو لوبو د دغه لړۍ هدف پنځوس اوریز نړیوال جام غوراوي لوبو ته چمتو کېدل دي چې د دغې لوبېزې لړۍ په پای ته رسېدو سره جوختې پیلېږي.

XS
SM
MD
LG