د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د کرنې وزارت د مېوو ساتلو لپاره په هېواد کې ۲۰۰ سړځایونه جوړوي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې به د سبزیجانو او تازه مېوو د ساتلو او ذخیره کولو لپاره ۲۰۰ سړځایونه جوړکړي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۵» په کابل کې وویل، له دې جملې، د ۲۰ سړځایونو تدارکاتي چارې بشپړې، تړونونه یې لاسلیک شوي او د ۱۳۹۷ لمریز کال ترپای پورې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

اکبر رستمي
اکبر رستمي

نوموړي وویل:

"موږ به د ۱۳۹۷ لمریز کال ترپای پورې د ۲۰ سوداګریزو او ولایتي سړځایونو د افتتاح او ګټې اخیستې شاهدان یوو، د دغو سړځایونو ارزښت څه باندې ۶۵ میلیونه امریکايي ډالر دي، ۳۶ میلیونه ډالره به په ۱۲ ولایتې او ۲۸ میلیونه ډالره به په ۸ سوداګریزو سړځایونو ولګېږي."

ښاغلي رستمي وویل، د سبزیجاتو او تازه مېوو د ساتلو او ذخیره کولو دغه ۲۰ سړځایونه به، په غزني، فاریاب، پروان، کاپیسا، فراه، نیمروز، میدان وردګ، لوګراو پکتیا په ولایتونو کې جوړشي.

پخوا تردې اکثرو افغان بزګرانو او باغ لرونکو ویل چې د سبزیجاتو او مېوو په فصلونو کې یې حاصلات ښه وي، خو د سړځایونو د نه شتوالي له امله د دغو حاصلاتو ډېره برخه ضایع کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو ویلي چې د افغانستان د سبزیجاتو او تازه مېوو لپاره تر تولو نېږدې مارکیټ پاکستان دی او افغان بزګر اوباغ لرونکي په ولایتونو کې د سړځایونو د نشتون له امله هڅه کوي چې د دوی حاصلات په ارزانه بیه په هغه هېواد وپلوري.

د دغې خونې مسؤلینو داهم ویلي چې ډېر ځلې پاکستاني سوداګرو، د افغانستان حاصلات په سړځایونو کې ساتلي او د اړتیا په مهال یې بېرته افغانستان ته په لوړه بیه صادر کړي دي.

خو د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ددغو سړځایونو له جوړېدو سره به، د افغان بزګرو او باغ لرونکو حاصلات ترډېره ځایه خوندي پاتې او دوی به له مالي تاوانه وژغورل شي.

خوګیاڼی: په دې سره به د باغ لرونکو ستونزې حل شي.
خوګیاڼی: په دې سره به د باغ لرونکو ستونزې حل شي.

د چارو پوهان وايي، که دغه سړځایونه جوړاو فعال ساتلو ته یې زیربنايي امکانات برابرشي، د افغان بزګرو او باغ لرونکو اقتصادي ستونزې به کمې کړي.

د د غو پوهانو له ډلې میرویس خوګیاني ازادي راډیو ته وویل:

"دا د افغانستان په کچه مهمه موضوع ده ‎او ترټولو زیات اهمیت ېې په دې کې دی چې ددغو موادو د وارداتو مخه نیول کېږی، که زموږ سبزیجات او مېوې په مناسب وخت کې په سړځایونو کې وساتل شي او په هغه موسم کې دغه مواد نه وي او موږ يې په سړځایونو کې ولرو، بزګرو او مالدارو ته به يې ډېره ګټه ورسېږي."

پخوا تردې کندهار او کابل ولایت ته د نېږدې ولایتونو باغ لرونکو او بزګرو ویلي چې دوی د سبزیجاتو او تازه مېوو د ساتلو لپاره له دودیزو سړځایونو کاراخلي، خو څرنګه چې کافي برښنا او زیربنايي امکانات نه لري، ډېرحاصلات ېې ضایع کېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د جوړېدونکو سړځایونو لپاره ټول زیربنايي امکانات په پام کې نیول شوي دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG