د انګلستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې مانچسټرسيټي لوبډلې ویسټ بروم لوبډلې ته سخته ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې د مانچسټرسيټي لوبډلې لوبغاړو درې ځلې د خپلې سیالې لوبډلې ویسټ بروم د ګول دروازه خلاصه کړه، خو د ویسټ بروم لوبډلې لوبغاړي بیا د لوبې ترپایه په ګول وهلو بریالي نشول.
د مانچسټرسيټي لوبډلې د لوبې په ۱۹مه دقیقه کې لومړی، په ۶۸مه دقیقه کې دوهم او په ۸۹مه دقیقه کې درېیم ګول ترسره کړ او د ۳ د صفر په پایلې سره یې ویسټ بروم لوبډلې ته ماته ورکړه.