د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې له اردن لوبډلې ماته وخوړه


د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې د اردن له ښځینه لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې ماته وخوړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله د دوو دوستانه سیالیو لپاره اردون تللې چې لومړۍ لوبه یې د ۵ د صفر په پایلې سره بایلوده.

په افغان ۲۵ کسیزه ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې ۱۳ لوبغاړې د افغانستان او ۱۲ نور د اروپا او امریکا څخه غوره شوي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رسنیو د څانګې غړی شمس امیني وايي، د دغو دوستانو سیالیو هدف د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ظرفیت لوړول دي.

ټاکل شوې چې د دواړو ښځینه لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه د فبرورۍ په ۵ مه د اردن په کوربه توب ترسره شي.

XS
SM
MD
LG