د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

د فرانسې کالې کمپ ته نور پولیس واستول شول څو د نورو نښتو مخه ونیسي


د بریتانیا پولي ته نېژدې د فرانسې کالې ښار ته نن اضافي پولیس واستول شول څو د کډوالو ترمنځ د نورو نښتو مخه ونیسي.

پرون په همدې ځای کې د افغان او ایریتریايي کډوالو ترمنځ په نښتو کې ۲۲ کسان ټپیان شول.

دا نښتې اوس پای ته رسېدلي، خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې نښتې ښايي بیا پیل شي.

ګرهارد کولومب نن په کالې کې خبریالانو ته وویل، د پولیسو دوه اضافي قطعې دې ښار ته استول شوي.

کولومب وویل چې د تېرې شپې په نښتو کې پنځه کسان په ډزو ټپیان شوي.

کولومب قاچاقبران او جنایتکار بانډونه د دې پېښې عاملان وبلل او ویې ویل چې پولیس به یې پرضد اقدامات وکړي:

"وینو چې تشدد نن شپه اخري حد ته ورسېد. دا مخ په زیاتېدو تشدد د کالې د خلکو او کډوالو لپاره قطعاً د منلو وړ نه دی. موږ په خپل هېواد کې دې کارونو ته اجازه نشو ورکولای او پرضد به یې هر هغه اقدام وکړو چې لازم وي."

​د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل چې سیمه ییزو چارواکو په روان کال کې د انسانانو د قاچاق شپږ ډلې لا له مخکې له منځه وړي په داسې حال کې په ټول ۲۰۱۷ کال کې د جنایتکارانو یوازې شل ډلې له منځه وړل شوې وې.

ښاغلي کولومب زیاته کړه چې د کډوالو ترمنځ پخوا هم انفرادي نښتې کېدې خو د هغه په وینا ښکاري چې دا نښتې ورو، ورو منظمه بڼه غوره کوي.

د راپورونو له مخې د دې نښتو پرمهال له تودو وسلو کار اخېستل شوی او دا په کالې او شاوخوا سیمو کې د کډوالو ترمنځ د نښتو تر ټولو جدي پېښه وه.

د کالې د سیمې چارواکو ویلي چې دا نښته په کمپ کې د غذايي موادو د وېش پرمهال د افغان او ایرېتریايي کډوالو ترمنځ وشوه او په ترڅ کې یې دواړو خواوو د کوتکونو او تېږو په وسیله پر یو بل حملې وکړې.

دواړه لوري وروسته یو ځل بیا هغه مهال له یو بل سره ونښتل چې شاوخوا دوه سوه ایرېتریایانو د کالې د کډوالو په پخواني کمپ کې نژدې دېرش تنه افغانان کلابند کړل.

XS
SM
MD
LG